27/08/2022
کیسه
(د خپلي ښوونکۍ معشوقه)
لومړي برخه
هيله مند يم چې تاسو زما ملتيا د مخکي په څير وکړي
کيسه نوري برخي هم لري
دروازه🚪 وټکیده انجونی ولاړی شوی زه هم ولاړه شوم، گورم مدیر او ورسره څنگ کى یوه جلی راننوتله سپینی🥼 جامی او څادر (ټيکرى) یی په سر وه، ورته ومی کتل بیرته می سترگی ترى راواړولى او پوﺯه مى کش کړه، اف می کړل او ومی وایل: دی سپین رنگ نه، نه خلاصیږو ۱۲ کاله یی په مکتب کی سپین څادر (ټيکرى) راپه سر کړی وه، بيخى مى دا سپين رنګ نه ﺯړه تور شوى، اودی ته وگوره ته به وایی چی ناوی ده سر تر پايه یی سپین اغوستی . بیرته کیناستوخو ډیر می زړه تنگ وه انجونو سره می قصی شروع کری. استادی ځان معرفی کړ او خبری یی کولی خو زما هیڅ فکر ورته نه وه ځکه هیڅ زما لپاره خوش اینده نه وه او دومره خاصه توجه می ورته ونه کڔه، خو زه نه پوهیدم چی دابه هغه جلی یی چی یو وخت به ټوله توجه زما دی ته وی او داسی وخت به هم راځی چی زه به ورڅخه سترگی نه اڔوم او که ورته ونه گورم نو زڔه ♥به می چوی. خیر ورځی تیریدی پوهنتون ته تلم ۸ استادان مو ول خو دی ټولو کی می استادنیلا جان ډيره خوښیده او راته گرانه وه دنورو استادانو په اړه می هیڅ توجه نه وله او نه می خوښیدل، همدى استاد ساعت ته به په شوق تلم او کله ناکله به مى شوخى او ګپ هم لګوه، استاد نيلا جان به راته تل د شوخک په نوم غږ کوه داچى ﺯما تيﺯ او شوخ رنګونه خوښيدل نو اکثره به مى سور، ژيړ، ګلابى ... رنګونو کى څادر په سروه. دا چى پوهنتون لومړى ورځى وى او چا پيژندلم هم نه نو ﺯما دى سور، ژيړ ... رنګونو به د ټولو توجه ځانته اړوله، همداسى لکه څنګه مى چى ظاهرى جامى او څادر شوخ وو همداسى طبيعتا او مﺯاجا هم شوخه وم، صنف کى به ځينى ملګرى هم ﺯورول تر دى چى دوه ډيرى ښى ملګرى سره مى اړيکه ډيرى صميمى شوى، دا چى ﺯمونږ صنف کى هلکان نه ول نو ما به هم ښه اﺯادانه درس، تګ او رفتار کوه، همداسى د شوخى ډکى ورځی تیریدی چى یوه ورځ استادفریده جانی هغه چى سپين رنګ والا جامى يى په اوله ورځ اغوستى وى او ﺯمونږ د رسنى حقوقو استاده وه ووایل: چی ما سلایډونه جوړ کړی نن ماته مسج وکړی زه به یی در وليږم وټساپ کى. زه هم کور🏡ته راغلم او دخور فون📱 می راواخیسته او استاد فریده جانی ته می مسج✉ وکړ سلام او احوال پرسی نه وروسته می ورته ووایل:
- استادجانى هغه سلاید خو راولیږه ؟
وی ویل: هنگامی ته می لیږلی هغى ته مسج وکړه نو هغه به یی درته ولیږی .
داخبره یی چی وکړه نو موبائل📱مى خور ته ورکړ او ومی وایل:😏 څه بلا مغروره یی خو څه کیدل چی تا رالیږلی وای.چی دا کار یی وکړ نو لا می له پامه بده شوه. وخت همداسی تیریده چی 20فیصده امتحانونه راغلل.
استاد ووایل: چی د نوټو 📒ترڅنگ کتاب 📖هم ووایی هغه کتاب چی مونږ هیڅ نه وو لیدلی او اخيستى مو هم نه وو بس ويل يى د رسنيو حقوق کتاب واخلى او د ليکوال نوم يى هم راته په تخته وليکه. داخبره چی وکړه نو استاد ووتله، انجونی ټولی غوسه 😡وی ویل یی اوس دی ته گوره خپله درس نشی راکوی کتاب په مونږ وایی. زه همداسی غلی ولاړه وم، له ډيرى غوسى مى وخندل او ومى ويل کيداى شى سوال رانه وړى او ددى لپاره چى ﺯمونږ معلومات ﺯيات شى نو په مونږ يى وايى، خو ځه وبه ګورو چى څه کيږى.
ادامه لري................
هيله لرم چي تر پايه پورې راسره ملتيا وکړي
#ستاشهزاده