Ahmad saeed Bukhare

Ahmad saeed Bukhare روزمرہ مسائل دہ دین اشاعت پہ پدی پیج کیگی انشاءالله تعالی

09/04/2026

👇
#فضيلة الشیخ مفتي عبدالحق الحنفي حفظه الله نوی کتاب راروان دی 👇
#دکتاب نوم 📖👈الفتح المبین في شرح الهدایة په 40 جلد کې لېکل شوې او إن شاء الله ډیر ژر به چاپ شي ❤👇
#الله ﷻ دې جناب شیخ صیب ته اوږد عمر ورکړي 🤲

جشن عید میلادالنبی صلی الله علیہ وسلم تمام عاشقانوں تہ مبارک يَا رَبِّ صَلِّ وَسَلِّمْ دَائِمًا أَبَدًاعَلَى حَبِيبِكَ خ...
08/26/2026

جشن عید میلادالنبی صلی الله علیہ وسلم تمام عاشقانوں تہ مبارک

يَا رَبِّ صَلِّ وَسَلِّمْ دَائِمًا أَبَدًا
عَلَى حَبِيبِكَ خَيْرِ الْخَلْقِ كُلِّهِمِ

«قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا»

«وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ»

وَأَحْسَنُ مِنْكَ لَمْ تَرَ قَطُّ عَيْنِي
وَأَجْمَلُ مِنْكَ لَمْ تَلِدِ النِّسَاءُ

خُلِقْتَ مُبَرَّأً مِنْ كُلِّ عَيْبٍ
كَأَنَّكَ قَدْ خُلِقْتَ كَمَا تَشَاءُ

@

د  #نابغةالعصر  صیب د حال په ژبه خپلو احنافو ته یو پیغاماې زما د امام ابوحنیفه رحمه الله د مکتب ملګرو!که زما د قبر تر څن...
08/19/2026

د #نابغةالعصر صیب د حال په ژبه خپلو احنافو ته یو پیغام

اې زما د امام ابوحنیفه رحمه الله د مکتب ملګرو!

که زما د قبر تر څنګ ناست یاست، نو یوازې د یاد لپاره مه کېنئ؛ زما د قربانۍ پیغام له ځان سره یوسئ.

ما خپل ژوند د دین اسلام د عزت، د حق د دفاع او د حنفي مذهب د خدمت لپاره قربان کړ. زما لپاره حنفیت یوازې د نوم او نسبت خبره نه وه؛ بلکې د علم، عمل، تقوا، اعتدال او د حق پر لاره د ثابت قدمۍ نوم و.

که رښتیا زما له لارې سره مینه لرئ، نو زما پر قبر ګلان مه ږدئ؛ زما فکر ژوندی کړئ.

د قرآن او سنت او فقه حنفي او د تصوف سره خپل تړاو قوي کړئ، د امام اعظم رحمه الله د علم او فقاهت قدر وکړئ، په خپلو منځونو کې د اختلاف پر ځای ورورولي خپره کړئ، او د دین د عزت لپاره خپل قلم، ژبه، علم او توان قربان کړئ.

زه نن د خاورې لاندې یم؛ خو د حق پیغام باید ستاسو په زړونو کې ژوندی وي.

اې احنافو!
زما قرباني هغه وخت معنا پیدا کوي، چې تاسو د اسلام، سنت او حنفي فقهې د خدمت عهد تازه کړئ.

قبر مې خاموش دی، خو پیغام مې لا ژوندی دی:
دین مه پرېږدئ، حنفیت مه شرموئ، حق مه خرڅوئ، او د اسلام د عزت لپاره یو موټی شئ.

@

سبانی ورز 19 اگست دہ مظلوم شہید ابنِ شہید شیخ الاسلام و المسلمین نابغہ العصر غلام حضرت  #غلام الحنفی تقبلہ اللہ دہ شھادت...
08/18/2026

سبانی ورز 19 اگست دہ مظلوم شہید ابنِ شہید شیخ الاسلام و المسلمین نابغہ العصر غلام حضرت #غلام الحنفی تقبلہ اللہ دہ شھادت ورز دہ 😢

دا ھغہ شخصیت وو چی شیخ محمد #ادریس صاحب تقبلہ اللہ بہ ویل چی مانہ اللہ تعالیٰ تپوس اوکی چی تہ د دنیا نہ سہ را اوڑی دی زہ بہ ورتہ وایم چی ما خو ھیس ھم نہ دی راوڑی بس دا یو شیخ غلام حضرت رح می راوڑی دی دا می روزلی دی یعنی دہ علمیت نہ یی شیخ محمد ادریس صاحب ھم متاثر وو چی داسی ملغلری مو دہ لاسہ ورکڑی نوو 😢🥹

رب العالمین دی دہ شیخ الاسلام رحمہ اللہ درجات بلند کڑی
*

🌹 اربعین نووي بشپړ شو!الحمدلله! د اربعین نووي د احادیثو لړۍ په خیر او برکت سره بشپړه شوه. 📚خو اوس اصلي خبره دا ده چې ایا...
08/17/2026

🌹 اربعین نووي بشپړ شو!

الحمدلله! د اربعین نووي د احادیثو لړۍ په خیر او برکت سره بشپړه شوه. 📚

خو اوس اصلي خبره دا ده چې ایا موږ دا احادیث یادې او عملي هم کړې؟

ګرانو وروڼو! زموږ پلې لېسټ ته ورشئ، احادیث له لومړۍ څخه تر وروستۍ پورې په ترتیب سره واورئ، معنا یې زده کړئ او د حفظ لپاره یې تکرار کړئ.

🎧 واورئ
📝 معنا یې زده کړئ
❤️ یادې یې کړئ
🤲 او په خپل ژوند کې یې عملي کړئ

د رسول الله ﷺ حدیثونه یوازې د اورېدو لپاره نه دي؛ بلکې د زده کړې، یادولو او عمل کولو لپاره دي.

راځئ چې لږ وخت د حدیث لپاره ځانګړی کړو او خپل ژوند د نبوي سنتو په رڼا کې ښکلی کړو.

📖 د اربعین نووي پلې لېسټ وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ.
👇👇👇👇👇

https://www.youtube.com/playlist?list=PLBL_glUh-c6_RMuH26SNeZAEXFd4HxZQ9

الله تعالی دې موږ ټولو ته د قرآن او حدیث د زده کړې او پرې د عمل کولو توفیق راکړي. آمین 🤲🌹

Del dine videoer med venner, familie og verden

ټولو منکرين احاديثو ته چيلنجدغه 10 سوالونه جواب وکړۍ،1️⃣ ته څنګه پوه شوې چې قرآن د الله کلام دی؟ ایا خپله دې د الله خبرې...
07/30/2026

ټولو منکرين احاديثو ته چيلنج
دغه 10 سوالونه جواب وکړۍ،

1️⃣ ته څنګه پوه شوې چې قرآن د الله کلام دی؟ ایا خپله دې د الله خبرې اورېدلې دي؟ که ووايي: رسول ﷺ راته رسولی، نو ورته ووايه: رسول ﷺ خو ۱۴۰۰ کاله مخکې وفات شوی و، نو ته ولې په هغو راویانو باور کوې چې قرآن یې در رسولی، خو هماغه راویان چې د قرآن تشریح (سنت) یې نقل کړې، نه منې؟ ایا رښتینولي نیمه نیمه کېږي؟

2️⃣ د ژبې د مرجع پوښتنه: قرآن په عربي ژبه نازل شوی. د عربي الفاظو معناوې چا ټاکلې دي؟ ایا د لغتونو کتابونه منې؟ که خپله نوې ژبه جوړوې؟ که لغتونه منې، هغه هم د راویانو او عربو له خبرو راټول شوي دي. نو ولې د اصمعي روایت منې، خو د صحابه‌وو روایت نه منې؟

3️⃣ د قطعي او ظني فهم پوښتنه: ستا د قرآن پوهه یقيني (قطعي) ده که ګماني (ظني)؟ که ووایې یقيني ده، نو ځان دې معصوم ګڼلی. که ووایې ګماني ده، نو بیا هر څوک به قرآن په خپل فکر تفسیر کوي، نو د الله هدایت به څنګه یو وي؟

4️⃣ د بیان پوښتنه: الله فرمایي: ﴿لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ﴾. ایا "بیان" او "بیان شوی شی" یو شی دی؟ که قرآن اصل متن وي، نو د رسول ﷺ بیان چېرته دی؟

5️⃣ د عملي احکامو پوښتنه: په قرآن کې قصاص، حدود او میراث ذکر شوي دي. که دا عملي احکام وي، نو د هغوی تفصیلي طریقه او شرطونه چېرته دي؟ که ووایې موږ یې په خپل عقل ټاکو، نو بیا دې د انسان عقل قانون جوړوونکی وګرځاوه.

6️⃣ د امت د اجماع پوښتنه: ایا ټول امت کولی شي نسل په نسل په یوه باطل خبره راټول شي او هغه سنت وبولي؟ که ووایې هو، نو معنا یې دا شوه چې ټول امت ګمراه و، او یوازې ته حق ته رسېدلی یې.

7️⃣ د کتاب او حکمت پوښتنه: الله فرمایي: ﴿وَأَنزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ﴾. کتاب خو قرآن دی، نو هغه "حکمت" څه دی چې له کتاب سره نازل شوی؟

8️⃣ د نبوت د رول پوښتنه: که د رسول ﷺ دنده یوازې قرآن رسول وي، نو د رسول او د پوستچي ترمنځ څه توپیر پاتې کېږي؟ حال دا چې قرآن وایي رسول ﷺ خلکو ته تعلیم او تزکیه هم کوي.

9️⃣ د نزول د تاریخ پوښتنه: ته څنګه پوه شوې چې د "علق" سورت لومړی نازل شوی او د "مائده" سورت له وروستیو څخه دی؟ دا معلومات په قرآن کې نشته، نو له کومه دې معلوم کړل؟

0️⃣1️⃣ د مصحف د ترتیب پوښتنه: چا درته وویل چې بسم الله د فاتحې آیت دی که نه؟ او چا درته د سورتونو ترتیب در وښود؟ دا ټول معلومات د روایت له لارې راغلي دي. که روایت نه منې، نو د مصحف ترتیب او د قرآن د لوست طریقه به هم ونه منې.

👇❤️
07/27/2026

👇❤️

07/26/2026

📖✨ قرآن مجید او صحیح احادیثو کې هېڅ حقیقي تعارض نشته ✨📖

قرآن کریم د الله تعالی کلام دی، او صحیح حدیث د رسول الله ﷺ وینا، عمل او لارښوونه ده. نو د قرآن او صحیح حدیث ترمنځ حقیقي ټکر او تضاد هېڅکله نه شي کېدای.

که کله موږ ته د قرآن د یوې آیت او د یوې حدیث ترمنځ اختلاف ښکاره شي، نو باید په بیړه دا ونه وایو چې قرآن او حدیث سره متعارض دي؛ بلکې باید وګورو:

🔹 آیا حدیث واقعاً صحیح دی؟
🔹 آیا د آیت او حدیث سمه ترجمه شوې ده؟
🔹 آیا د دواړو نصوصو صحیح مفهوم اخیستل شوی دی؟
🔹 آیا د آیت او حدیث سیاق او شرایط په پام کې نیول شوي دي؟

الله تعالی فرمایي:

﴿أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا﴾

ژباړه:
«ایا دوی په قرآن کې غور نه کوي؟ که دا د الله تعالی له خوا پرته د بل چا له طرفه وای، نو دوی به پکې ډېر اختلاف موندلی وای.»
📚 سورة النساء: ۸۲

💡 لنډه خبره:
قرآن او صحیح حدیث دواړه د حق سرچینې دي. حقیقي اختلاف په دواړو کې نشته؛ اختلاف زموږ په کم فهمۍ، ناسمې ژباړې، د حدیث په صحت، یا د نصوصو په ناسم فهم کې وي.

🤲 الله تعالی دې موږ ته د قرآن کریم او د رسول الله ﷺ د صحیح سنتو د سم فهم او عمل توفیق راکړي. آمین 🤲

#حدیث #سنت #اسلام #دین

دا ماشومه رکشه چلوي ظاھرہ خبرہ دہ مجبوری به وی یوسف جان تری انٹریو اغسته چه ته رکشه ولی چلوی خو د معاشرے نظر درته سنگه د...
07/26/2026

دا ماشومه رکشه چلوي ظاھرہ خبرہ دہ مجبوری به وی
یوسف جان تری انٹریو اغسته چه ته رکشه ولی چلوی

خو د معاشرے نظر درته سنگه دے د ماشومی وینا وہ چه په معاشرہ کښی به خه خلق ھم وی او بد خلق ھم وی

خو زہ د خپلوں ھغی نرانو پختنوں رونڑو او مشرانوں پہ ڈاڈ خپله مزدوری کوم چہ پہ معاشرہ کے داسی نران زلمی او مشران شته چہ ماتہ څوک پہ غلط نظر په پورته ھم نہ شی کتلے دا دی

ماشومی دا پیغام د پختنوں زلموں او مشرانوں دپارہ یو چیلنج دے چہ د دی ماشومی لور او خور حفاظت پہ تاسوں لکه د خور لور فرض شو
( اللہ دی مشکل آسان که ،خوری). 😳😳

07/25/2026

یاالله آخیرہ خاتمه مو په ایمان کښې، آمين

Address

Markham, ON
L3R

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ahmad saeed Bukhare posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category