Afghan Echoes

Afghan Echoes Echos of Afghanistan � its peuple its storise

د بدخشان تېر او اوسنور محمد تره کي او ملګرو یې د کاریګرو د حق او ټولنه کې د برابرۍ  لپاره د خلق دیموکراتیک ګوند جوړ کړ ا...
15/08/2026

د بدخشان تېر او اوس
نور محمد تره کي او ملګرو یې د کاریګرو د حق او ټولنه کې د برابرۍ لپاره د خلق دیموکراتیک ګوند جوړ کړ او موخه یې قوم نه ملت و.

دغه ګونډ په لنډ وخت کې هېواد شموله او پراخ ملګري یې وموندل نه یوازې د هېواد د ابادۍ هیلې ډېرې شوې، په ګاونډ کې اندېښنې هم پراخې شوې.

د طاهر بدخشي په نوم یو کس چې د خلق دیموکراتیک ګوند له مهمو غړو و، د ګوند پاشل کېدو او برترۍ فکر خورولو هڅې یې پيل کړې.

په ۱۹۶۸ کال کې یې د ستم په نوم خپل ګوند جوړ او په لومړي ځل یې د افغانستان په تاریخ کې د قومي برترۍ، ځان غوښتنې او قو!مي ستونزو بنسټ کېښود.

بدخشي مړ یا وو!ژل شو خو فکر یې اوس هم ژوندی او ښه بېلګه لطیف پدرام، جمعه خان او نور بلل کېږي.

وطنونه په کېنو نه، په یووالي او مینه جوړېږي.

دا د غازي امان الله خان د وخت د اردو جرمني ټوپک دي، هغه وخت امان الله خان د خپلې اردو لپاره د ټوپکو قرارداد له جرمني سره...
10/08/2026

دا د غازي امان الله خان د وخت د اردو جرمني ټوپک دي، هغه وخت امان الله خان د خپلې اردو لپاره د ټوپکو قرارداد له جرمني سره کړی و او په هر ټوپک کې دوه ځایه د افغانستان د دولت نښان محراب او منبر جوړ شوی و، د دغه نښان په وسیله ټوپک ښکاره معلومیده چې دا دولتي ټوپک دی، په راتلونکي کې که د اردو لپاره له کوم هېواد سره د وسلو او ټوپکو قرارداد کیده باید دا ډول یوه نښه پکې جوړه شي چې دولتي وسله او جنس ښکاره د هغه پر اساس معلوم شي.

08/08/2026

تاسې حامد کرزی او ګلاب منګل د ځواب لپاره رامنشن کړئ!
دا د پاکستاني جنرالانو تر څنګ ناست د ملک زرین بل زوی احمدشاه زرین دی، نوموړی په دیر کې د پاکستان د ساتنې او ژغورنې لپاره د افغانستان خلاف قومي لښکرې جوړوي، د افغانستان سره په جګړه کې پر ډیورنډ فرضي کرښه وژل شوي پاکستاني پوځیان شهیدان بولي، د ده پلار ته حامدکرزي د ډګرجنرالۍ رتبه او د فرقې قومانداني ورکړي وه او ورور یې ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت ارشد مشاور مقرر کړی و کوم چې نن په پاکستان کې سلګونه وسله وال ساتونکي ګرځوي.

پولً علم
04/08/2026

پولً علم

03/08/2026

کله چې په 1992م کې د افغانستان د ورانونې انجینر احمدشاه مسعود کابل ته داخلېده تاسې وګورئ چې د بګرام هوایي ډګر له څه ډول جنګي الوتکو، چورلکو او پرمختللو رادارونو ډک و، له بده مرغه دا هر څه ده له یوه بل تش په نوم انجینر سره د قدرت پر سر پخپل منځي جګړو کې کباړ او د اور خوراک کړل.

د افغانستان نوموتي دیني علماء:د حاجی ولی محمد څيړنهد هندوستان د دکن د جامعه نظاميه اتم مشر علامه ابوالوفاء افغاني د هند ...
01/08/2026

د افغانستان نوموتي دیني علماء:

د حاجی ولی محمد څيړنه
د هندوستان د دکن د جامعه نظاميه اتم مشر علامه ابوالوفاء افغاني د هند د حيدراباد په دکن کي نن پر سيمئيز مهال د سهار پر اوو بجو پور پرې کړ او همدلته خاورو ته وسپارل سو. د دغه محقق او د معقولو او منقولو علومو د لوی او متبحر عالم اصلي نوم محمود شاه د مولوي مبارک شاه قادري زوی، په خټه بارکزی پښتون دی او د کندهار په ارغسان کي د (۱۳۱۰ه ـ ق) کال د ذوالحجې(لوی اختر) د میاشتي پر لسمه زېږېدلی دی، خو دی په کندهار ښار کي اوسېدی او د تدریس او ښووني حلقه ئې هم په کندهار ښار کي د علامه عبدالحی حبیبي د کورنۍ په مسجد کي فعاله وه. شیخ ابوالوفاء افغاني ډېر وخت د هندوستان د حیدر آباد په دکن ښار کي اوسيدی او دلته يې په ۱۳۴۸ه ق کال کي د مجلس احیاء المعارف النعمانیه چي وروسته ئې نوم په لجنة احیاء المعارف النعمانیه سره واوښتی په نامه یوه علمي موسسه جوړه کړه چي له دغي موسسې څخه داسلامي ثقافت شل کتابونه د ده په تصحیح اوتنظیم خپاره سول

هغه به کله کله له هندوستانه خپل پلارني ټاټوبي کندهار ته هم راتلی او دلته به څه وخت پاتيدی. کله چي په ۱۳۳۹ ه ـ ق کال کي کندهار ته راغی نو د خپلي استوګني پر مهال د تدریس ورکولو تر څنګ يې د علم التجوید په فن کي دوه کتابونه وليکل چي دلیل القرآن يې په پښتو او دلیل القاري علی کلام الباري (في الفنون الثلاثة التجوید، والوقف و البتداء و رسم نظم القرآن) يې په عربي دی.
دليل القرآن پر دو ديرشو مخونو په ۱۳۰۰ ه ش(۱۹۲۱ء)کي په کندهار کي په روانه او سلیسه يا اسانه انشاء د خپل وخت په مروج لیکدود لیکل سوی دی. تر یو نیم مخیزه مقدمې او سریزي وروسته د رسالې متن شروع کیږي، چي متن ئې بیا په خپل ځان کي پر نولسو بابونو وېشل سوی دئ. د علامه رشاد په ویناچي دلیل القرآن وار دواره په ۱۳۴۰ه ق کي خپور سوی دئ، دوهم وار شیخ صاحب دا رساله د هندوستان د حیدر آباد له دکن څخه د نوُو اصلاحاتو، سمونو او زیاتونو سره په ۱۳۵۵ه. ق کال کي خپره کړه.په راوروسته کي مطيع الله ذهين دا رساله د نوي څيړني پر بنسټ بيا خپره کړېده. په کناډا کي ميشت نوموتي افغان څيړونکي محمد معصوم هوتک پر مولانا افغاني پډيرو مستندو ماخذاتو په زړه پوري مقاله ليکلې ده. دی پخپله مقاله کي د استاد خالق رشید د يوه مضمون " د دکن جامعه نظامیه د کندهاري عالمانو ستراسلامي یادگار" حواله ورکړېده چي بینوا ویبپاڼي د۲۰۰۹ ع کال د اپرېل پر اوومه خپورکړی دی. استاد خالق دا مضمون د هند د حیدرآباد ښار په عثمانیه پوهنتون کي د فارسي ادبیاتو یوه نړيوال کنفرانس ته ليکلی چي ورپکي دټول هند، افغانستان ،ایران اوتاجکستان پلاو برخه درلودل.
استاد خالق رشيد د علامه په اړوند زياتوي: علامه المحقق ،الفقیه،اصولي،المحدث،الناقد،السیدمحمودشاه القادري الحنفي دسیدمبارک شاه القادري الحنفي زوی په کندهار کي زېږېدلی دی. دی په ۱۳۳۰ه.ق کال دکن حیدرآباد ته ولاړ اوپه جامعه نظامیه کي شامل سو. دلته ئې په تفسیر،حدیث،فقه،تجویداوقرائت کي تحصیل وکړ. دده له استادانوڅخه یوهم دجامعه نظامیه او دنړۍ دمشهور دایرة المعارف العثمانیه بنسټ ایښوونکی داسلام سترعالم شیخ الاسلام فضیلت جنگ الامام الکبیر مولاناانوارالله فاروقي وو(دی هم دکندهار وو او دده په باب ویل سوي دي چي اصل ونسب یې حضرت شاه رفیع الدین کندهاري رحمه الله ته رسیږي اوپلارونیکه (اسلاف) ئې د کندهاروو). نوراستادان ئې شیخ الکبیرعبدالصمد،شیخ عبدالکریم، شیخ محمدیعقوب،شیخ مُقري محمدایوب،شیخ رکن الدین اونور.
شیخ مولاناابوالوفاء افغاني دحنفي څېړنو مشهور مرکز (احیاء المعارف النعمانیه)تاسیس کړ چي ددغه مرکزستره وظیفه ددوهمي او دریمي هجري پېړۍ دفقه او حدیثو دسترو سلفو علماوو دکتابو څېړل او خپرول وو.
شیخ ابوالوفاء حجاز ته هم سفر کړی او څه موده هورې پاته سوی دی.
د کنفرانس په پای کي پروفیسورخالق رشید د جامعه نظامیه دمشر مفتي خلیل احمد له خولې لیکلي دي :" دعلامه ابوالوفاء کندهاري خدمتونه د دغي نومیالۍ مدرسې په وده اوپیاوړتیا کې هغه څه دي چې دغه ستراسلامي مرکز ئې اسلامي نړۍ ته دیوه ستراسلامي مرکز په توگه ور وپیژاند. د هغه عربي آثار تر اوسه هغه څه دي چي د عربي هیوادونو په اسلامي مرکزونو کي لوستل کیږي،ان چي په نبوي جومات کي هم د ده آثارخپل ځانگړی ځای لري.
دده له خوا یو شمېرڅېړل سوي اوخپاره سوي کتابونه په دې ډول دي:
۱ــ کتاب الآثار،دامام القاضي ابویوسف (۱۸۲هق مړ)
۲ــ کتاب ردالسیرالاوزاعی،دامام القاضي ابویوسف
۳ــ کتاب اختلاف ابی حنیفه و ابن ابی لیله، دامام قاضي ابویوسف

۴ــ کتاب الاصل، دامام محمدبن حسن الشیبانی (۱۸۷هق مړ). ډېر گټورکتاب دی اودفقه اوجهادمسايل لري.
۵ ــ جامع الکبیر،دامام محمدبن حسن
۶ ــ شرح کتاب الآثار،دامام مح مدبن حسن(کتاب الآثاردعلامه حبیبي په لیکنه کي دامام ابویوسف تالیف بلل سوی دئ . وگ : شل مقالې،څلورمه برخه ۶۱مخ)
۷ ــ الحجه علی اهل المدینه،دامام محمدبن حسن ( دسترامام المحدث مفتی مهدی حسن له حواشیوسره)، ډېرگټور کتاب دی
۸ ــ مختصرالتحاوی فی فقه الحنفیه،دامام ابوجعفرالتحاوی ( ۳۲۱هق مړ)
۹ ــ تاریخ الکبیر،دامام بخاری ( فقط دریم ټوک یې)
۱۰ ــ نفحات الجساس؟،دامام السرخسي
۱۱ ــ اصول الفقه ،دامام السرخسي
۱۲ ــ شرح زیادات،دامام السرخسي
۱۳ ــ اخبارابی حنیفه واصحابه،دامام ابی عبدالله المصری (۴۳۶هق مړ)
۱۴ ــ مناقب ابوحنیفه وصاحبه ابی یوسف ومحمد،دامام ذهبی
۱۵ ــ عقودالجمعان فی مناقب ابی حنیفه النعمان، دامام محمدبن یوسف الصالحی الشافی (۹۴۲هق مړ) اونورزیات شمېرکتابونه.
شیخ عبدالفتاح دمولاناشیخ ابوالوفا افغاني له شاگردانو څخه وو. شیخ عبدالفتاح درې واره حیدرآباد ته تللی وو اودحیدرآباد له نورو علماوو لکه محدث الدکن شیخ العلامه ابوالحسنات عبدالله شاه نفقشبندی قادری څخه ئې اجازې اوتصدیقونه (اسانید) اخیستي ول"(د استاد خالق د مقالې د انګريزي برخي پښتو ژباړه د استاد محمد معصوم هوتک لخوا،www.jamianizamia.org). ښاغلي هوتک د علامه عبدالحی حبيبي خولې ليکي چي علامه افغاني يې استاد وو. علامه حبيبي لیکي چي له دغه استاد څخه مي" ادبیات،علم قرائت او هغه کتابونه لوستي دي چي منتهیان ئې لولي" (ژوندون مجله ... د۱۳۶۱ ش کال داسدگڼه).
ارواښادمولوي ابوالوفاصاحب شاعر هم وو. پښتوشعرونه یې په طلوع افغان کي خپرېدل علامه حبیبي مرحوم چي کله په کندهارکي د"طلوع افغان" اخبار چلاوه (۱۳۱۰ ــ ۱۳۱۹ش)،دکن حیدرآبادته ئې دمولوي ابوالوفاصاحب د مطالعې له پاره منظم ورلېږی. دطلوع افغان ددغوگڼو یوه برخه ماپه ۱۹۹۲ م کال په کراچي کي دعلامه آدم بنوري مدرسې ته نژدې په یوه کتابفروشي کي وموندله چي په یوه مجلّد کي گنډلي سوي وې او پرځینو گڼو دعلامه ابوالوفا آدرس لیکل سوی وو. ابوالوفا ترمرگه افغاني پاسپورټ له ځانه سره گرځاوه او هرکال یې وېزه ورنوې کوله. دکابل له پښتو ټولني سره ئې منظمه اړيکه درلوده اوپه ځینو ادبي برخو کي ئې علمي لارښووني ورته کولې اوخپل نظریات ئې ورته لیکل. په یوه لیک کي چي دپښتو ټولني لوی مدیر ښاغلي پوهاندصدیق الله رشتین (ددې لیکني پروخت پوهاندرشتین لا ژوندی وو. هوتک)ته ئې لیکلی دی (۱۳۳۱ش) اوپه هغه کي ئې درحمان بابا د ديوان دچاپ له امله خوښي ښودلې ده، داسي لیکي : " ... الحمدلله چي زما ارزوگاني او تمناوي ماپخپل ژوندکي ولیدلې.
عبدالرحیم هاتف دخپل استاد او ښاغلي میرویس حبیبي دخپل پلار علامه عبدالحي حبیبي له خولې لیکي چي شهید مولوي عبدالواسع اخندزاده دمولانا ابوالوفا ډېر درناوی درلود او هغه به يې په جومات کي د مخه کاوه
(داستاد محمد معصوم هوتک ليکنه، پر ۱۲ جنوري ۲۰۱۸ء د فيسبوک پاڼي څخه)*
کله چي مي د علامه رشاد سره دده په کور خپرخانه مينه کابل کي وليدل، د علامه افغاني په اړه يې راته وويل چي زه دکن ته دده ليدلو ته ورغلم، پوښتنه يې راڅخه وکړه چي پښتو مو کوم ځای ته رسولې ده؟. ما د يو څه پر مختګونو په اړوند معلومات ورکړل. ده جواب راکړ: عبدالشکور جانه! پښتو ژبه تر هغو وده نه سي کولای چي دربار ته نه وي رسيدلې.
بل ځای د علامه افغاني د ليک په جواب کي علامه عبدالشکور رشاد دغه شعر ور ليږلی وو چي ښاغلي هوتک پخپله مقاله کي راوړی دی:
زېبایي د واړه باغ ورســـــــــره درومي
مه راوینې افسرده دگلــــــــــــو بوټي
دگل څوب مـــوراولي دبڼ صحنې ته
که نه څه کـړو،وچي گرگي سپېرې لوټي
داجـــــهان په ښایسته ووښایسته دی
ښایسته راڅه په مرگ مـه سه مخ پوټي
زه "رشاد" به دخـوبانو لار پــرې نږدم
که مي پښې سي له طلبه غبرگي شوټي

(دزړه ویني،دپوهاندعبدالشکور رشاد شعري مجموعه ــ ۱۰۰ مخ،کابل ۱۳۷۰ش)

د داوود خان پۀ واکمنۍ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غبرګون.عبدالحی حبیبي لۀ ۱۳۳۱ تر ۱۳۴۲ کلونو پورې پۀ پاکستان کې پ...
29/07/2026

د داوود خان پۀ واکمنۍ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غبرګون.

عبدالحی حبیبي لۀ ۱۳۳۱ تر ۱۳۴۲ کلونو پورې پۀ پاکستان کې پناهنده ؤ، هغۀ پۀ دغۀ موده کې د افغانستان د شاهي رژیم پر وړاندې د جمهوریت پۀ نامۀ یوه مجله خپروله او پۀ هغۀ کې یې د نظام پر وړاندې منتقدانه لیکنې او مقالې خپرولې.

پۀ ۱۹۶۳ م (۱۳۴۲ه.ش) کال کله چې د افغانستان او پاکستان سیاسي مناسبات ترینګلي شول، پۀ جلال آباد کې خلکو پۀ لاریونونو لاس پورې کړ او د پاکستان بیرغ یې د یاد هېواد د قونسلګرۍ لۀ بام څخه را کوز کړ؛ پاکستان ورته عمل ته لاس پورې کړ او پۀ پېښور کې یې د افغانستان د قونسلګرۍ لۀ بام څخه د عبدالحی حبیبي لخوا د افغانستان د بیرغ را کښته کولو غوښتنه وکړه، چې لوی استاد حبیبي دا غوښتنه و نۀ منله، حبیبي صاحب ته د پاکستاني استخباراتو لۀ خوا د ترور ګواښ متوجه ؤ، نو دۀ هم ځان پۀ کراچۍ کې د افغانستان سفارت ته تسلیم کړ.

کله چې داوود خان لۀ دغې پېښې خبر شو، نو حبیبي یې پۀ پاکستان کې د فرهنګي آتشې پۀ توګه وګومارۀ؛ څو میاشتې نۀ وې تېرې شوې چې افغانستان خپل سفارت پۀ پاکستان کې وتړۀ او خپل ټول کارمندان یې را وغوښتل. پاکستان د افغانستان د کارمندانو لۀ ډلې څخه حبیبي ته د افغانستان د تللو اجازه ور نۀ کړه، داوود خان هم د افغانستان د هوايي ډګر پولیسو ته امر وکړ چې د مارشال ایوب خان ورور چې افغانستان کې د پاکستان لومړی قونسل ؤ، تر هغۀ اجازه ور نۀ کړي او ودې نیسي تر څو چې حبیبي د افغانستان هوایي ډګر ته نۀ وي راغلی، د داوود خان دا امر پر ځای شو او دوه ورځې وروسته حبیبي صاحب لۀ کراچۍ څخه پۀ طیاره کې کابل ته راغی او وروسته لۀ دې د مارشال ایوب خان ورور ته د پاکستان د تګ اجازه ورکړل شوه او ولاړ.

شاه غازي امان الله خان هم د روسیې څخه د عبدالحمید زابلي د ساتنې لۀ پاره ورته عمل ترسره کړی ؤ.

لیکوال: ا. م. ا سیستانی
ژباړن: سیلانی

د میوند جګړې ۱۴۶مه کلیزه؛ هغه څه چې د دې تاریخي بریا په اړه لږ پوهېږود افغانستان په معاصر تاریخ کې لږې داسې جګړې شته چې ...
27/07/2026

د میوند جګړې ۱۴۶مه کلیزه؛ هغه څه چې د دې تاریخي بریا په اړه لږ پوهېږو

د افغانستان په معاصر تاریخ کې لږې داسې جګړې شته چې د میوند په څېر یې هم د جګړې ډګر بدل کړی وي او هم یې د یوې سترې امپراتورۍ سیاسي محاسبې.
د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷مه، د کندهار لوېدیځ ته د میوند په دښته کې د افغان ځواکونو او برېتانوي پوځ ترمنځ هغه جګړه ونښته، چې نه یوازې د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې مسیر یې بدل کړ، بلکې د برېتانوي پوځ په تاریخ کې د نولسمې پېړۍ له تر ټولو درنو ماتو څخه وشمېرل شوه.
په افغانستان کې میوند د اتلولۍ، خپلواکۍ او ملي مقاومت د سمبول په توګه یادېږي، د ایوب خان نوم، د افغان جنګیالیو مقاومت او د ملالۍ کیسه د دې جګړې له یاد سره تړلي دي؛ خو که د همدې جګړې په اړه برېتانوي ارشیفونو، پوځي راپورونو او د هغه وخت ورځپاڼو ته ور وګرځو، یوه بله کیسه هم مخې ته راځي؛ داسې کیسه چې شاید ځینې افغان لوستونکي ورسره اشنا نه دي.
د برېتانوي افسرانو شخصي یادښتونه، د جګړې رسمي راپورونه، د لندن ورځپاڼې او د پارلمان بحثونه ښيي چې میوند یوازې یوه عادي ماتې نه وه. ځینو برېتانوي لیکوالانو دا جګړه «د میوند ناورین» بللې ده، ځکه د برېتانوي پوځ یوه روزل شوې قطعه په څو ساعتونو کې ماته وخوړه او سلګونه پوځیان ووژل شول یا ټپیان شول، همدا ماتې وروسته برېتانیا دې ته اړ کړه چې د کندهار د بېرته نیولو لپاره بېړني پوځي عملیات ترسره کړي.
خو یوه مهمه پوښتنه لا هم پاتې ده؛ که میوند د برېتانوي پوځ لپاره دومره ستره ماتې وه، ولې نن د برېتانیا په ښوونیز نصاب کې ډېر لږ ځای لري؟
ولې د واترلو، سوم او اېلسیم جګړې په پراخه کچه تدریسېږي، خو میوند یوازې په څو کرښو یادېږي؟ ایا دا یوازې د نصاب موضوع ده، که د امپراتورۍ د تاریخي حافظې برخه؟
همدارنګه د ملالۍ د میوند نوم، چې په افغانستان کې د ملي اتلولۍ نښه ګڼل کېږي، په لومړنیو برېتانوي پوځي اسنادو کې ولې ډېر کم لیدل کېږي؟

د میوند جګړه څنګه پیل شوه؟

د ۱۸۸۰ کال د جولای د ۲۷مې سهار، د ایوب خان پوځ د میوند دښتې ته ورسېد، برېتانوي ځواکونه، چې مشري یې جنرال جورج باروز کوله، د افغان پوځ د مخنیوي لپاره له خپلو مورچلونو راووتل. دواړو لورو لومړی د توپخانې ډزې پیل کړې او تر څو ساعتونو د توپونو سخت اور روان و.
برېتانوي افسرانو وروسته په خپلو راپورونو کې ولیکل چې افغان توپخانې د دوی تر اټکل ډېر اغېزمن عمل وکړ، د سختې ګرمۍ، د اوبو د کمښت او پرله‌پسې توپچي بریدونو له امله د برېتانوي پوځ لیکې ورو ورو کمزورې شوې.
کله چې افغان ځواکونو مخامخ برید پیل کړ، د برېتانوي پوځ نظم ګډوډ شو، د شا تګ امر ورکړل شو؛ خو ډېر ژر دا منظم شاتګ په عمومي تېښته بدل شو همدا شېبه د میوند د جګړې د برخلیک ټاکونکې لحظه وه.
له همدې امله، برېتانوي نظامي تاریخپوهان نن دا جګړه یوازې د افغانانو د مېړانې پایله نه بولي؛ بلکې د قوماندې، جغرافیې، د توپخانې او د جګړې د مدیریت ګډه ناکامي یې هم ګڼي.

ولې برېتانیا دا ماتې قصدي هېره کړه؟

دا ښايي د میوند تر ټولو جالب اړخ وي ځکه په برېتانوي پوځ کې ګڼې جګړې شته چې نظامي ارزښت یې د میوند تر کچې نه رسېږي، خو لسګونه کتابونه، فلمونه او یادګارونه پرې جوړ شوي دي. برعکس، میوند د برېتانوي تاریخ په ډېرو کتابونو کې یوازې په څو کرښو یادېږي.
د تاریخ یو شمېر څېړونکي باور لري چې امپراتورۍ خپلې بریاوې د ملي ویاړ برخه ګرځوي؛ خو لویې ماتې تر ډېره د عامه حافظې له مخې شاته کوي، څو د نه ماتېدونکي پوځ انځور خوندي پاتې شي.
خو که څه هم د میوند نوم په ښوونیزو کتابونو کې محدود شو، د برېتانوي پوځ په حافظه کې هېڅکله هېر نه شو؛ ځکه د دې جګړې یادګارونه، انځورونه او پوځي اسناد تر نن ورځې ساتل شوي دي.

د ملالۍ؛ نوم ولې په برېتانوي راپورونو کې کم ښکاري؟

د میوند جګړې تر ټولو مشهوره وتلې څېره پېغله ملالۍ ده؛ خو د جګړې په لومړنیو برېتانوي پوځي راپورونو کې یې نوم نه لیدل کېږي.
د دې لامل دا نه و چې ملالۍ شتون نه درلود، بلکې برېتانوي افسرانو خپل راپورونه د پوځ د خوځښت، تلفاتو او نظامي پرېکړو پر ثبت متمرکز کړي وو، نه د افغان ولسي شخصیتونو پر یادولو.
همدا راز انګریزان د خپلو استعماري موخو له مخې په قصدي توګه هم د افغان غازیانو او په ځانګړې توګه د مېرمنو برخه کمرنګه ښيي او یا یې هېڅ یادونه نه کوي.
د ملالۍ په اړه ډېری معلومات د افغان ولسي روایتونو، شفاهي تاریخ او وروسته لیکل شویو تاریخي اثارو څخه را رسېدلي دي، د افغانانو په تاریخي حافظه کې د هغې ځای نه دی بدل شوی. ملالۍ تر نن ورځې د زړورتیا، قربانۍ او ملي مقاومت له مهمو سمبولونو څخه ګڼل کېږي.

میوند څنګه د برېتانیا د جګړې تګلاره بدله کړه؟

د میوند ماتې یوازې د جګړې په ډګر کې نه وه؛ د برېتانیا پر سیاسي او پوځي تګلارې یې هم ژور اغېز وکړ.
لندن وېره لرله چې که ایوب خان کندهار هم ونیسي، د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې ټولې لاسته راوړنې به له خطر سره مخ شي. له همدې امله، جنرال فریډریک رابرټس ته امر وشو چې له کابله تر کندهاره نږدې پنځه سوه کیلومتره چټک پوځي مزل وکړي، دا مزل وروسته د برېتانوي پوځ په تاریخ کې د نولسمې پېړۍ له مشهورو پوځي عملیاتو څخه وشمېرل شو.
خو د میوند بل مهم اغېز تر دې هم لوی و، برېتانوي حکومت دې پایلې ته ورسېد چې افغانستان په مستقیم ډول اشغالول ډېر لګښت او خطر لري. له همدې امله، وروسته یې د بشپړ اشغال پر ځای د غیر مستقیم نفوذ تګلاره غوره کړه؛ هغه سیاست چې د څو لسیزو لپاره د افغانستان په اړه د برېتانیا د پالیسۍ بنسټ وګرځېد.

هغه سپی چې د میوند له جګړې ژوندی راووت

د میوند جګړې یوه له تر ټولو جالبو کیسو څخه د «بابي» په نوم یو سپي ده.
بابي د برکشایر د شپږ شپېتم کنډک له سرتېرو سره و، د جګړې له پای وروسته، ویل کېږي چې سپی د وژل شویو او ټپیانو ترمنځ لیدل شوی و او وروسته له جګړې برېتانیا ته یووړل شو.
د وخت په تېرېدو بابي د میوند جګړې له مشهورو یادګاري کیسو څخه شو او د برکشایر د کنډک په تاریخي روایتونو کې ځانګړی ځای لري. که څه هم د دې کیسې د ځینو جزئیاتو په اړه بېلابېل روایتونه شته، خو په برېتانوي پوځي ادبیاتو کې د میوند له پېژندل شویو یادونو څخه ګڼل کېږي.

هغه برېتانوي سرتېري چې تر وروستۍ سلګۍ یې باجه غږوله

د میوند جګړې بله مشهوره کیسه د برېتانوي پوځ د یوه باجه غږوونکي سرتېري ده.
د برېتانوي روایتونو له مخې، کله چې جګړه وروستي پړاو ته ورسېده او د برکشایر د کنډک پاتې سرتېري محاصره شول، د کنډک باجه غږوونکي خپل ځای پرېنښود او تر وروستۍ شېبې یې د جګړې نغمې غږولې.
که څه هم د دې پېښې ځینې جزئیات د وخت په تېرېدو له ادبي روایتونو سره ګډ شوي؛ خو دا کیسه د برېتانوي پوځ د زړورتیا له مشهورو روایتونو څخه ګڼل کېږي.

«په میوند کې وروستي یوولس سرتېري»

د میوند جګړې تر ټولو مشهور هنري اثر د «په میوند کې وروستي یوولس» تر سرلیک لاندې نقاشي ده.
دا انځور د برکشایر د شپږ شپېتم کنډک وروستي یوولس سرتېري ښيي چې د افغان ځواکونو تر کلابندۍ لاندې تر وروستۍ شېبې جګړه کوي.
دا اثر څو کاله وروسته جوړ شو او د برېتانوي جګړه‌ییز هنر له مشهورو انځورونو څخه وګرځېد.
که څه هم د انځور موخه د برېتانوي عسکرو مېړانه ښودل وه؛ خو په غیر مستقیم ډول یې د افغانانو د بریا ستروالی هم ثبت کړ؛ ځکه د یوه ستر استعماري پوځ وروستي مدافعین انځوروي.

د میوند مډال

له جګړې وروسته برېتانوي حکومت د میوند په جګړه کې د ګډون کوونکو پوځیانو لپاره ځانګړی پوځي مډال هم منظور کړ.
دا مډال هغو افسرانو او سرتېرو ته ورکول کېده چې د میوند په جګړه او د هغې اړوندو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه.
نن هم دا مډال د پوځي یادګارونو او شخصي ټولګو له ارزښتناکو اثارو څخه ګڼل کېږي او د میوند جګړې د سختو شرایطو یاد تازه کوي.

د میوند زمری

که څه هم میوند د برېتانیا په عامه تاریخي حافظه کې ډېر نه یادیږي، خو د هغې تر ټولو لوی یادګار لا هم ولاړ دی.
د برېتانیا د برکشایر په ښار کې د میوند زمري ستر برونزي یادګار د هغو برېتانوي سرتېرو د یاد لپاره جوړ شوی چې په میوند کې ووژل شول.
دا یادګار، چې څو متره لوړوالی لري، د برېتانیا له مشهورو پوځي یادګارونو څخه ګڼل کېږي او تر نن ورځې د میوند جګړې د یوې تاریخي نښې په توګه پاتې دی.

کله چې میوند د شرلاک هولمز کیسو ته ورسېد

د میوند جګړه یوازې په پوځي تاریخ کې پاتې نه شوه، بلکې د نړۍ ادبیاتو ته هم ورسېده.
نامتو انګلیسي لیکوال آرتور کانن ډویل د خپل مشهور ناول «په سرې رنګ کې یوه څېړنه» کې د ډاکټر واټسن د ټپي کېدو ځای میوند ټاکلی دی.
واټسن د میوند جګړې ټپي پوځي ډاکټر وي، وروسته لندن ته ستنېږي او هلته له شرلاک هولمز سره اشنا کېږي.
همدا لامل دی چې د نړۍ میلیونونه لوستونکي، بې له دې چې پوه شي، د شرلاک هولمز د کیسو له لارې د "میوند" نوم لولي.

ولې میوند لا هم د نړۍ د پوځي تاریخ موضوع ده؟

له میوند جګړې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته هم دا جګړه د تاریخپوهانو او پوځي څېړونکو د پام وړ موضوع ده. د دې دلیل یوازې د جګړې پایله نه ده، بلکې هغه پوښتنې دي چې لا هم د څېړنو موضوع ګڼل کېږي.
د افغان ځواکونو دقیق شمېر څومره و؟ د دواړو لورو د تلفاتو کره شمېر څه و؟ د برېتانوي پوځ د ماتې اصلي لامل د قوماندې تېروتنې وې، که د افغان پوځ ښه تنظیم او جګړه‌ییزه تګلاره؟ او تر ټولو مهمه دا چې، میوند څنګه د برېتانیا د افغانستان په اړه سیاسي محاسبې بدلې کړې؟
همدې پوښتنو میوند د پوځي تاریخ له هغو جګړو څخه ګرځولې چې لا هم د نظامي اکاډمیو، تاریخي څېړنو او ارشیفي مطالعاتو موضوع ده.

میوند؛ د افغانستان له پولو هاخوا

که څه هم میوند د افغانستان د تاریخ یوه مهمه برخه ده؛ خو اغېز یې یوازې تر افغانستان محدود نه شو.
د برېتانوي پوځ د ماتې یادګارونه، د میوند زمری، د «په میوند کې وروستي یوولس سرتېري» مشهور انځور، د «بابي» سپي کیسه، د میوند مډال او د ډاکټر واټسن له لارې د شرلاک هولمز له کیسو سره د دې جګړې تړاو، ټول ښيي چې میوند د برېتانوي پوځي او فرهنګي حافظې برخه هم ګرځېدلې ده.
همدارنګه، د برېتانیا ملي پوځي موزیم، ملي ارشیف او نور تاریخي بنسټونه تر اوسه د دې جګړې اسناد، انځورونه او یادګاري توکي ساتي؛ هغه حقیقت چې ښيي میوند، سره له دې چې په ښوونیزو کتابونو کې محدود یاد شوی، د برېتانوي پوځ لپاره هېڅکله یوه عادي جګړه نه وه.

هغه څه چې لږ پرې پوهېږو

په افغانستان کې د میوند جګړه عموماً د یوې تاریخي بریا، د ایوب خان د قوماندانۍ او د ملالۍ د اتلولۍ له زاویې یادیږي؛ خو د برېتانوي ارشیفونو او پوځي اسنادو لوستل د دې جګړې نور اړخونه هم راښيي.
دا اسناد څرګندوي چې میوند یوازې د جګړې په ډګر کې یوه ماتې نه وه؛ بلکې هغه پېښه وه چې د برېتانیا پوځي تګلاره یې بدله کړه، د پوځ په تاریخي حافظه کې یې ژوره نښه پرېښوده، په هنر او ادبیاتو کې یې انعکاس وموند او تر نن ورځې پورې د پوځي تاریخ د څېړنو برخه پاتې ده.

پایله

د میوند جګړه یوازې یوه پوځي نښته نه وه، بلکې هغه تاریخي بدلون و چې د افغانستان او برېتانیا پر تاریخ یې ژور اغېز پرېښود.
د افغانانو لپاره، میوند د خپلواکۍ، قربانۍ او ولسي مقاومت سمبول شو، د برېتانیا لپاره، دا د داسې پوځ یوه سخته ماتې وه چې ځان یې د نړۍ له پیاوړو پوځونو څخه ګاڼه، همدا جګړه وه چې برېتانیا یې د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې پر بیاکتنې اړ کړه.
له جګړې نږدې یوه نیمه پېړۍ وروسته هم میوند یوازې د افغانستان د ویاړ یوه پاڼه نه ده؛ بلکې د نړۍ د پوځي تاریخ، ادبیاتو او تاریخي حافظې ژوندۍ موضوع ده.
او ښايي د دې جګړې تر ټولو مهم درس همدا وي چې د تاریخ ځینې سترې پېښې یوازې د جګړې په ډګر کې نه پای ته رسېږي؛ د هغو اغېزې په سیاست، پوځي فکر، ادبیاتو او د ملتونو په حافظه کې د نسلونو تر منځ ژوندۍ پاتې کېږي.

مهمې سرچینې

۱. برېتانوي جګړې – د میوند جګړه (۱۸۸۰)
۲. د برېتانیا ملي پوځي موزیم – د میوند جګړې ټولګې
۳. د برېتانیا موزیم – «په میوند کې وروستي یوولس»
۴. د برېتانیا ملي ارشیف – د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې اسناد
۵. د تاریخ د چارو دفتر (د امریکا د بهرنیو چارو وزارت) – د افغانستان تاریخي اسناد
۶. بریتانیکا پوهنغونډ – دویمه افغان ـ انګلیس جګړه
۷. د کمبریج پوهنتون د افغانستان تاریخ
۸. د برېتانوي امپراتورۍ د اکسفورډ تاریخ
۹. دویمه افغان جګړه (۱۸۷۸–۱۸۸۰) – براین رابسن
۱۰. د میوند پر لور لاره – براین رابسن
۱۱. په سرې رنګ کې یوه څېړنه – ارتور کانن ډویل
۱۲. د سمندري ځواکونو د پوهنتون ژورنال – د میوند ملالۍ او د افغانستان تاریخي حافظه

پای

د سریلانکا هیر پښتانه!د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې سيلون (سریلانکا) ته له هند او برتانیايي کالون...
22/07/2026

د سریلانکا هیر پښتانه!

د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې سيلون (سریلانکا) ته له هند او برتانیايي کالونيو څخه ګڼ شمېر کډوال راغلل او په دغه ټاپو کې مېشت شول. په دوی کې د مدراس او مالابار کارګر هم شامل وو. دوی په لوړو سيمو کې د چای، کافي او ربړو د نيالولو (کېنولو) لپاره راوستل شوي وو. له سويلي هند څخه هم خلک سریلانکا ته راغلي وو. په دوی کې يوه کوچنۍ ايتنیکي ډله افغانان وو. افغانان سریلانکا ته د برتانويانو له لوري د اس ساتونکو په توګه راوستل شوي وو چې د شلمې پېړۍ په راتلو سره يې ډېر کسان سوداګر شول. زياتره افغانان پښتانه وو چې د افغانستان، خیبرپښتونخوا او بلوچستان اوسېدونکي وو او په سریلانکا کې په بهاي Bhais سره پېژندل کېدل.

د ۱۸۸۱ د سرشمېرنې له مخې د افغانانو شمېر څه باندې زر تنه وو. په ۱۹۰۱ کې يې شمېر راکم او ۲۷۰ تنه شو. په ۱۹۱۱ کې ۴۶۶، په ۱۹۲۱ کې ۳۰۴ او په ۱۹۴۶ کې يې شمېر ۵۵۱ تنو ته لوړ شو. له دې وروسته بيا د سریلانکا په سرشمېرنه کې د افغانانو يادونه نه شته. د ۱۹۱۸ د پور ورکولو، تابعيت او نورو لايحو له امله په سريلانکا کې د افغانانو شتون ورک شو. خو بيا هم ګڼې کورنۍ شته چې په سریلانکا کې د پښتنو د شجرې لرلو ادعا کوي.

هغه افغانان چې سریلانکا کې اوسېدل، نو د Afghan karzyo, Pattani, Kabul Manishen په نومونو يادېدل، خو تر ټولو مشهور يې بهايي و چې نه يوازې د افغانانو افکس Affix نوم و بلکې د ثبتولو رسمي لقب يې هم و. زما (ضمير کريم) پلارنی غور نيکه افغان (پښتون) و او غني کريم خان بهايي نومېده. هغه د کوچ چلوونکی و او سريلنکا کې يې دايمي استوګنه غوره کړې وه. هغه له يوې سريلنکايۍ سره واده کړی و. افغانانو کې د اپريديانو، غلجيانو، يوسفزيو، احمدزيو، کاکړو او نورو قبيلو خلک و او د خان نوم يې درلود. برتانويانو به د بهايي Baay په نوم ثبتول. هدف دا و چې د افغانانو او نورو لږه کيو تر منځ توپير وشي. جالبه دا وه چې د سريلنکا مالايي اوسېدونکو به افغانان Bangali Orang (د بنګال سړی) باله. د دې لامل دا و چې پښتنو به بنګال ته، په ځانګړي ډول کلکتې ته، ډېر سوداګريز تګ راتګ کوه. کلکته هغه وخت د برتانوي هند مرکز و. کلکته کې اوس هم ډېر شمېر پښتانه اوسېږي چې کابلي والا (د کابل سړی) ورته وايي. د رابندرانات ټاګور کتاب کابلي والا په يو پښتون سوداګر راڅرخي. دغه کتاب په ۱۸۹۲ کې ليکل شوی دی.

پښتانه جنګيالي:

د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو کې د کابل د ټوکرو (رختو) پښتنو سوداګرو يوې کوچنۍ بېړۍ د Batticaloa په بندر کې د توپان له امله پناه واخيسته. هغه مهال په ختيځه څنډه کې د تامل کب نيوونکو قبيلو ژوند کوه. ډېرو قبيلو يو بل سره جګړې وکړې. د Mukkuvars قبيلې له پښتنو سره د Thimilar پر ضد اتحاد وکړ. لوړو او پياوړو پښتنو سوداګرو د Mukkurvars سره مرسته وکړه او د Thimilar د بريد مخه يې ونيوله. په Batticaloa کې د ډېرو سيمو نومونه له دغو جګړو اخيستل شوي دي. د يوې سيمې نوم Sathurukondan دی چې مانا يې (چېرته چې دښمن وژل شوی وي) ده. د دغې سيمې اشاره د Thimilar د قبيلې مشر ته ده چې دلته وژل شوی و. دغو پښتنو ته د ډالۍ په توګه له ځايي ښځو سره د واده اجازه ورکړل شوه چې بيا په هغې قبيلې کې منحل (ګډ شول) شول چې پښتنو بيا خپل مشخصات او کلتوري هویت وباله.

تر برتانوي حکمرانۍ لاندې:

د پښتنو کډوالو اکثريت يې بې سواده او نېستمن وو. په سريلانکا کې د کډوالۍ په لومړيو کالونو کې په کارګرۍ ګومارل شوي وو او يا به يې په کليو کې سوداګري کوله. زما (ليکوال) د مورنۍ نيا له قوله چې ځينو پښتنو به د ايچ ايم موساجي سره کار کوه.

د ډبليو ايس موري د يو رپوټ له مخې، پښتانه اصلن سريلانکا ته د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د اس ساتونکو په توګه راغلي وو. د اس ساتنې تر څنګ، پښتنو به په کروندو کې هم کار کوه، ځينو يې په کوچنيو ښارونو او کليو کې په کوچنیو پلورنځيو او د ترکاريو په پلورنځيو کې هم کار کوه. دغه راز، ځينو به په کورونو کې د نوکرانو او خدمت کوونکو په توګه هم دندې کولې. ځينو به د ګارډ (ساتونکي) په توګه هم دندې کولې او د سريلنکا په پوسته خانه کې يې هم کار کوه. سريلانکا کې مېشتو پښتنو سړيو له ځايي ښځو سره ودونه وکړل چې زياتره يې د Moor او Malay مسلمانې ټولنې څخه وې.

پور ورکوونکي پښتانه:

پښتنو د خپل وضعيت د ښه والي له پاره د پور ورکول پېل کړل. د پښتنو لوی اکثريت د پور د ورکړې د يوه منظم سېسټم له امله ښه (نيکمرغه) شول. د ۱۹۳۰ کالونو په اوږدو کې تقريباً ټول پښتانه پور (کرېډېټ) ورکوونکي وو. پښتنو په ډېرې ګټې سره پور ورکوه. د سريلانکا خلکو به هم له پښتنو څخه پېسې اخيستې او هغو کسانو چې به ترې پېسې اخيستې وې، نو بېرته سپارل به ورته ستونزمن و. پښتانه سود (ګټې) اخيستونکې به د Slave Island او کلا په کوڅو کې ليدل کېدل. زما (ليکوال) د نيا په حواله، پښتنو ګټې اخيستونکو به دغلته د غرمې خوب هم کوه او له خپلو پوروړو څخه به يې د خپلو پېسو اخيستو له پاره انتظار کوه. Menon ليکي چې د رېل ګاډي اکثره سټاف د پښتنو پوروړي وو او کله چې به يې پښتانه وليدل نو د ټېکټ په پېسو به يې سترګې پټولې. دغه پښتانه پور ورکوونکي د ظالمانه چلند په اړه مشهور وو. داسې مثالونه شته چې پښتنو په زور د خپلو پوروړو کورونه نيولي او په کالونو په کې له کرايي پرته اوسېدلي دي. Pippet په خپل کتاب کې د دغو پېښو په اړه غږېدلی دی. يو ځای کې ليکي چې يو افغان په يو بنګالي پوليس باندې خونړی بريد وکړ، خو افسر مارشال په موقع راورسېد. پوليس یې روغتون ته ولېږه او افغان يې ونيوه.

کلتوري هویت:

سريلانکايي پښتانه د خپل پښتني ظاهري شکل په اړه مشهور وو چې په کې پيراهن/خت او پرتوګ شامل وو. پښتنو به پوځيانو ته ورته بوټان په پښو کول او لونګی/ دستار به يې په سر کاوه. پښتنو به تل له ځان سره اوږدې لښتې هم ګرځولې. دغه لښتې به يې د خپلو پوروړو له پاره ګرځولې.

که څه هم پښتنو به خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې، خو په سنهالي، تامل او سريلنکايي مالايي به يې هم خبرې کولی شوې. د يادولو وړ ده چې په Slave Island کې د مالايي ويکانډا جومات مشر ملاتړی (ساتونکی) اصلن پښتون و. د ۱۹۶۰ کالونو پورې په Slave Island کې پښتانه اوسېدل. پښتنو په Parson کې يو کوچنی جومات هم درلود چې د جومې مانځه او حج له پاره به په کې راټولېدل. دغه راز، د پهلوانۍ او بزکشۍ له پاره به هم رايوځای کېدل.

پښتنو به تل خپل مشران درلودل او خپلې ستونزې به يې د جرګې له لارې حل کولې. سره له دې چې سريلنکايي پښتانه له سترګو پناه شوي دي، خو بې له شکه يې زموږ په ټاپو نه هېرېدونکې نښې پرېښي دي.

په افغانستان کې د لومړني مترقي سیاسي غورځنګ تاسیس چې مشروطه دولت‌جوړنه، سیاسي خپلواکي، انتخابي پارلمان، موډرنه حکومتولي،...
18/07/2026

په افغانستان کې د لومړني مترقي سیاسي غورځنګ تاسیس چې مشروطه دولت‌جوړنه، سیاسي خپلواکي، انتخابي پارلمان، موډرنه حکومتولي، د نړۍ له پرمختگ سره هممهال تگ او پراخ سمونونه یې غوښتل، کله او څنګه رامنځته شو؟
د پياوړي څېړونکي او لیکوال ښاغلي دوکتور سلیم پاینده په دې څېړنیزه مقاله کې چې له نن څخه د څه باندې یو سلو شل کاله پخوا سیاسي صورت حال څېړي، د وخت په سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، او روشنګرانه فعالیتونو او هڅو ژوره او هر اړخیزه رڼا اچوي.

د یادې مقالې بشپړه بڼه په لاندې لومړی کمینټ کی ده

Address

Kabul, Afghanistan
Kabul
250000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Echoes posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan Echoes:

Shortcuts

Share

Category