28/05/2025
د سیاسي اقتصاد او اقتصادي سیاست ترمنځ لنډ توپیر!
سیاسي اقتصاد د سیاست او اقتصاد ترمنځ اړیکې څېړې. یا سیاسي اقتصاد د اقتصاد تر شاه د سیاسي پرېکړو او قدرت موضوع څېړې. دا ښيي چې سیاسي تصامیم په اقتصاد څه اغېز کوي.
مثلاً دولت پرېکړه کوي چې داخلي تولیدات زیات کړي او په وارداتو تکیه کمه کړي. دا چې ولې دا کار کېږي او څه اغېز لري دا د سیاسي اقتصاد موضوع ده. یا د سیاسي واکدارانو پرېکړې په اقتصاد څه اغېز کوي؟
اقتصادي سیاست د اقتصادي پرېکړو د تطبیق څرنګوالي ته وایي یعنې کومې پالیسۍ او سیاستونه باید جوړ او تطبیق شي چې اقتصادي موخې ترلاسه شي.
مثلا د داخلي تولیداتو د زیاتولو او د وارداتو د کمولو لپاره باید څه وشي یا کومه پالیسي، پلان او طرحه جوړه شي تر څو په عمل کې دا کار ممکن شي.
مننه
C ustad khayber